د امربالمعروف وزارت معین کندهار کې د ۲۰۵ قول اردو له مسؤلینو سره ولیدل

org_admin
Mon, Apr 25 2022 12:24 PM
mopvpe

یکشنبه، رمضان ۲۳، ‍۱۴۴۳

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین عبدالرحمن منیر کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت د ۲۰۵ قول اردو له مسؤلینو سره ولیدل او له هغوی يې وغوښتل د امربالمعروف پیروي وکړئ او څوک چې له امربالمعروف سرغړونه کوي په اصل کې د الله ج له امر سرغړونه کوي.

د امربالمعروف وزارت معین د دې قول اردو مسؤلینو ته وویل: ((د خپل امر اطاعت وکړئ او د امر اطاعت د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیله وسلم اطاعت دی)) او زیاته يې کړه چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر فرامین او هدایت منل د اوامرو اطاعت دی او نه منل يې د هغوی بې اطاعتي ده.

نوموړي همدارنګه وویل: د ا.ا.ا منسوبین باید تر چا وړاندې امربالمعروف په خپل ځان پلی کړي او په پای کې يې ټولو نظامي مسؤلینو ته د ا.ا.ا. د مشرتابه او امربالمعروف وزارت سپارښتنې واورولې.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS