لوګر کې یوې مېرمنې د محتسبینو په هڅو له۱۴ کلونو وروسته د میراث شرعي حق تر لاسه کړ
د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د زاهدآباد سیمه کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره، چې له ۱۴ کلونو راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.
مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له ۱۴ کلونو راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.
مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.
