ننګرهار ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب یوولس کلنه دښمني حل کړه

fazli_admin
Tue, Feb 24 2026 10:03 AM
hl_akhtlafat_dr_nngrhar.jpeg

د ننګرهار ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې پر سر راپورته شوې یوولس کلنه دښمني حل کړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د شرعي حقونو د نه ورکړې او له هغې سره د ناوړه چلند کولو له امله را منځته شوې وه، چې یاده مېرمن د خپل خاوند او خسر له لوري له تېرو یوولس کلونو راهیسې د خپل کور ته له تګ څخه منع کړل شوې وه او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب له کورني ظلم څخه وژغورل شوه او د یادو کورنیو تر منځ روغه وشوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Sat, Jun 20 2026 2:42 PM
Background image

Authorities in Kandahar prevented the non-Sharia marriage of an 8-year-old girl to a 28-year-old man

Officials (Muhtasibs) from the Department for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in Kandahar Province, committed to protecting women's rights and preventing harmful. . .

Sat, Jun 20 2026 11:10 AM
Background image

Ten disputes and tribal feuds were resolved in four provinces

In line with strengthening Is/la/mic unity, ensuring social peace, and resolving disputes and hostilities among tribes and families, personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the. . .

Sat, Jun 20 2026 11:07 AM
Background image

Three women in the provinces of Balkh and Ghor received their dowry rights

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, have comprehensively addressed three legal cases concerning. . .

BACK TO NEWS