د کابل ښاري ریاست محتسبینو د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو او تفریحي پارکونو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
Wed, Feb 25 2026 10:52 AM
ba_park_hay_kabl_nshst_shd.jpeg

پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال د ښوونیزو مرکزونو، تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو له مسؤلینو سره د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو او په دط برخه کې د معروفاتو د اقامې، منکراتو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

د دې بېلابېلو اصلاحي لیدنو پر مهال محتسبینو د یادوځایونو له مسؤلینو سره پر ګډې همکارۍ او په دې برخه کې د وزارت له لوري شویو سپارښتنو پر پلي کولو خبرې وکړې او په دې برخه کې د شته ستونزو په مخنیوي کې یې د هغوی مرسته اړینه وبلله.

ورته مهال د یاد ریاست محتسبینو  د ځینو روغتیایي مرکزونو له مسؤلینو سره د اختلاط  پر مخنیوي خبرې وکړې او هغوی ته یې وویل، چې باید د ښځینه کارمندانو کاري ساحه او د تګ او راتګ لارې ځانګړې شي.

د یادولو ده چې د دې ریاست محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له روغتیایي مرکزونو، نظامي او ملکي ادارو، ښوونیزو مرکزونو او تفریخي پارکونو څخه لیدنې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې اود منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS