محتسبینو په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې دوه کوډ ګر نیولي دې

fazli_admin
Sun, Apr 26 2026 8:53 AM
mhtsbyn_dr_nngrhar_w_lwgr_dw_jadwgr_ra_grftnd.jpg

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر او ننګرهار ولایتونو محتسبینو د عامه ذهنیت د سمون، غیر اسلامي کړنو د مخنیوي او د یو اسلامي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه په یادو ولایتونو کې دوه کوډګر له سحري کتابونو او وسایلو سره یو ځای نیولي، چې د نورو څېړنو او شرعي پرېکړې په موخه به عدلي او قضیي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د محتسبینو په وینا: یاد کوډګر چې د غیر شرعي کړنو په اساس یې د ګڼو کورنیو ترمنځ نفاق او کورني جنجالونه را پورته کړي وو او له ځایي خلکو یې زیاتې پیسې اخیستې د محتسبینو له لوري ونیول شول، چې د شرعي پرېکړې په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین ‌ډاډ څرګندوي، هیڅ چاته به اجازه ور نکړي چې په ټولنه کې ناروا اوغیر شرعي کړنې تر سره کړي او په پوره توان سره به د هر هغه منکر مخنیوی وکړي چې عامه ذهنیت خرابوي او د منکراتو خپراوي ته لار هواروي.

 د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري پر غیر شرعي دمونو او تعویذونو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې  زرګونه کوډګر نیول شوي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS