محتسبینو په بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې درې کوډګر نیولي دي

fazli_admin
Mon, Jul 20 2026 10:24 AM
dstgyry_sh_jadwgr_dsh_wlayt.jpg

 د بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو په لړ کې درې کوډګر؛ چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې یې پر خلکو کوډې کولې، له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یو ځای نیولي دي.

د یادو مسؤلینو په وینا: درې تنه هغه کوډګر یې د کوډو له وسایلو سره نیولي دي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او غیرشرعي او د کوډو تعویضونه یې کول، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ورنه کړي، چې په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې وکړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېښو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

  دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کودګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS