محتسبینو په دوو ولایتونو کې ۹ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې
محتسبینو په خوست او ارزګان ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۹ مېرمنې، چې د خاوندانو او کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.
د یادو ولایتونو د امربالمعروف مسؤولین یې په تړاو وایي: یادې مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.
محتسبین زیاتوي، چې په یادو قضیو کې د کورني ظلم، نفقې، کورني بند، ولور، میراث او ورته قضیې د محتسبینو له لوري حل شوې دي او د محتسبینو له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه جدي کړنې لا هم دوام لري.
