محتسبینو په دوو ولایتونو کې ۹ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۹:۳۱
kwrny_zlm

  محتسبینو په خوست او ارزګان ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۹ مېرمنې، چې د خاوندانو او کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د یادو ولایتونو د امربالمعروف مسؤولین یې په تړاو وایي: یادې مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په یادو قضیو کې د کورني ظلم، نفقې، کورني بند، ولور، میراث او ورته قضیې د محتسبینو له لوري حل شوې دي او د محتسبینو له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه جدي کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۹:۳۱
Background image

محتسبینو په دوو ولایتونو کې ۹ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

  محتسبینو په خوست او ارزګان ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۹ مېرمنې، چې د خاوندانو او کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شرعي قانون په تطبیق کې د همغږۍ غونډو په دوام د سوېلي زون د پنځه ولایتونو له مسؤولینو، دیني عالمانو، شیوخ عظامو او متنفذینو سره غونډه ترسره شوه

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبری د افغانستان په کچه د ولایتي ناستو لړۍ په دوام په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین  حفظه الله تعالی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۱۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې شل شخړې حل کړې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په تخار، بغلان، خوست، فراه او سرپل ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د څو کورنیو تر منځ د بېلا بېلو. . .

BACK TO NEWS