بدخشان کې محتسبینوشپږ شخړې حل کړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۷
dr_bdkhshan_shsh_akhtlaf_hl_shd.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بدخشان ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه  د کورنیو تر منځ شپږ شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

محتسبین وایي: د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمني وپالي.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستې پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو وغوښتل، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتود مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۹
Background image

د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۱۰) مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

  امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نیمروز، بدخشان، پروان، بلخ، بادغېس او زابل ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا لس مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۴۶
Background image

روزګان کې محتسبینو یوه مېرمن له یو کلن کورني بند څخه وژغورله

د روزګان ولایت محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه  د دې ولایت په مرکز ترین کوټ خیرو کارېز سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېر یوه کال راهیسې د کورنۍ د غړو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۵۷
Background image

بدخشان کې محتسبینوشپږ شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بدخشان ولایت محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

BACK TO NEWS