محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
whatsapp_image_2026-10-18_at_4.13.09_pm_2.jpeg

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي او د با کیفیته موادو بازار ته د وړاندې کولو په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې ټینګار وکړ، چې په ورځنیو تجارتي کړنو کې الهي لارښوونې په پام کې ونیسي او له هغو ټولو بدو کړنو لکه سود، احتکار او ترازو کې کم والي څخه ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې محتسبینو په دې برخه کې د خپلو کړنو له شروع سره په ټول هېواد کې زرګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه وړي چې ور سره په بازارونو کې د غیر شرعي کړنو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS