د وزارت خونو او خپلواکو ادارو د دعوت او ارشاد رئیسانو لپاره یو ورځنی سیمنار او مشورتي ناسته جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۲۱

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټولو وزارت خونو او خپلواکو ادارو د دعوت او ارشاد رئیسانو لپاره د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او یو شمېر نورو مسؤولینو په شتون کې د ظرفیت لوړونې او د دعوت او ارشاد اړوند چارو لا ښه ترسراوي په موخه د دې وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی سیمنار او مشورتي ناسته جوړه شوه.

شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د ناستې په پیلیزه وینا کې په اوسني وخت کې د‌ دعوت پر ارزښت وغږېد او زیاته یې کړه چې د دعوت ترسره کول د اسلامي نظام ساتنې او پایښت اصلي لامل دی.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د ټولنې اصلاح او فساد د دیني عالمانو او مسؤولینو په کړنو پورې تړلی دی او زیاته یې کړه چې د پیغمبرانو علیهم السلام اصلي موخه په ټولنه کې اصلاح راوستل و، چې اوس یاد مسؤولیت د دیني عالمانو پر غاړه دی.

شیخ الحنفي صاحب له ټولو ګډونوالو وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په اړه د شته وسایلو څخه په کار اخیستلو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او په ټولنه کې د اسلام مبارک دین ښه ترجماني وکړي.

ورپسې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شيخ محمد فقیر محمدي د دعوت په چارو کې پر نرمښت او ښه چلند ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دعوت باید د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره شي او په ټولنه کې یووالي او صمیمیت ته کار وشي.

نوموړي همدارنګه د همغږۍ او مشورې پر ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل ترڅو د چارو ښه ترسراوي په موخه له مسؤولینو سره په مشورې چارې مخته یوسي.

همدارنګه د یاد وزارت د تقنین او پلان رئیس مولوي محب الله مخلص د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون ځیني موارد تشریح کړل او ویې ویل چې‌ د یاد قانون ټول مواد د اسلامي شریعت، نبوي احاديثو او حنفي فقهې په رڼا کې جوړ شوي دي.

هېره دې نه وي چې د دې وزارت مسؤولینو له لوري د دعوت او ارشاد رئیسانو او مسؤولینو سره د یوې جلا مشورتي ناستې په ترڅ کې د دعوتي چارو لا ښه ترسراوي او شته ستونزو په اړه سلا مشورې وشوې او د ګډون والو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول.

ورته مهال د یادې ناستې یو شمېر ګډونوال د ظرفیت لوړونې او خپلو چارو ته د مسؤولینو پام را اړولو برخه کې د داسې ناستو او سمینارونو جوړول ګټور بولي او له مسؤولینو غواړي چې ورته نورې غونډې هم پر لاره واچول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۴۰
Background image

محتسبینو په زابل ولایت کې د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه حل کړه

 زابل ولایت محتسبینو د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ ځنځیر سېمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه، چې د دواړو خواوو سلګونه د لمریزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۳۰
Background image

فاریاب کې محتسبینو یو کس د شراب جوړولو په جرم نیولی دی

 د فاریاب ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال په قیصار  ولسوالۍ کې یو کس د شراب جوړولو په جرم له (۱۰) لېټره خمر شویو ممیزو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۱
Background image

د زابل په مرکز او ولسوالیو کې محتسبینو اووه شخړې حل کړې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو په مرکز قلات او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي. . .

BACK TO NEWS