غزني کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۱
whatsapp_image_2026-11-14_at_5.10.36_pm.jpeg

 غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په دې ولایت کې یوه کونډه، چې خسرګنۍ یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه او یاده مېرمن له جبري نکاح څخه وژغورل شوه.

محتسبین وایي: یاده مېرمن چې خاوند یې وفات شوی و د خسرګنۍ غړو یې غوښتل، چې د هغې له خوښې پرته یې په نکاح ورکړي او له خپلو شرعي حقونو یې بې برخې کړي، چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او له خپلو شرعي حقونو برخمنه شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او زیاتوي، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۳۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په سرپل، نورستان، جوزجان، بامیان، میدان وردګ، تخار او نیمروز ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۸:۴۷
Background image

هرات کې محتسبینو له ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې

 د هرات ولایت محتسبینو د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو او قومي مخورو  سره  د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

غزني کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په دې ولایت کې یوه کونډه، چې خسرګنۍ یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د. . .

BACK TO NEWS