پکتیکا کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۳۱
img-20260422-wa0002.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت محتسبینو په یوسف خېل، خوشامند، وړممۍ، وازیخواه او ارګون ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو  څخه وژغورلې.
د ولایتي محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له  تېرو څو کلونو راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او د خسر ګنیو له لوري ورسره ناوړه چلند کېده، د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.
محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو په تېره حمل میاشت کې د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې له  (۴۰۱) څخه زیاتو بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیکا، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په سرپل، کاپیسا، زابل او نورستان ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو. . .

BACK TO NEWS