امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
whatsapp_image_2026-10-15_at_12.04.28_pm.jpeg

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو او مبلغینو په تېره اونۍ کې د منکراتو د مخنیوي، معروفاتو اقامې، ناوړه دودونو د له منځه وړلو او عامه پوهاوي په موخه له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او عامو وګړو سره څه باندې ۵۰۰ اصلاحي ناستې کړې او د نظامي محتسبینو له‌ لوري د پلازمېنې کابل اړوند یو شمېرامنیتي ارګانونو له مسؤلینو سره د یاد وزارت د لارښوونو د پلي کولو او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په موخه ناستې وشوې.

همدارنګه د یاد وزارت اړوند د نشراتو ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر دوام  په لسګونو رسنیو کې د شته تخطیو مخه نیولې او د خواله رسنیو لکه فیسبوک، ټیک ټاک او نورو کارونکو سره یې تر اصلاحي ناستو وروسته له هغوی غوښتي چې د داسې څه له خپرولو ډډه وکړي چې له اسلامي اصولو او د اسلامي نظام له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

ورته مهال محتسبینو د بازارونو د تنظیم، د احتکار او لوړه بیې پلورنې د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍ‌والو سره نیږدې ۳۰۰ اصلاحي ناستې کړې او له هغوی یې غوښتي چې په تجارتي کړنو کې له غش، خیانت، احتکار او ورته نورو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي او خپلې کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي.

د دې ترڅنګ محتسبینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د قومي او ژبینو دښمنیو او خپلمنځي شخړو د مخنیوي په موخه ۱۳لویې دښمنۍ او ۵۵ وړې او لویې شخړې حل کړې او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه کړې.

دغه راز محتسبینو د خرافاتو او ناوړه دودونو د له منځه وړلو په موخه ۸ تنه کوډګر، چې ناوړه او غیر شرعي کړنې یې کولې نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

همدا راز د ښځو د حقونو په برخه کې ۱۱۷ قضیو ته رسېدنه شوې، چې په کې د ظلم، جبري نکاح، میراث، ولور، نفقې، کورني تاوتریخوالي او طلاق اړوند قضیې شاملې دې چې د محتسبینو په هڅو او د قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب حل شوې دې.

دغه راز د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو له لوري د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه  په تېره یوه اونۍ کې نیږدې ۱۲۳ بېلابېل شکایتونه اورېدل شوي دې، چې له جملې یې ۵۹ شکایتونه حل شوي دې او پاتې نور یې اړوندو ارګانونو ته د حل په موخه راجع شوي دې.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو او مبلغینو په تېره اونۍ کې د منکراتو د مخنیوي، معروفاتو اقامې، ناوړه دودونو د له منځه وړلو او عامه پوهاوي په موخه له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!
د عالیه جدول لینک:
https://shorturl.at/GJxyG
د عالمیه جدول لینک:
https://shorturl.at/VUOq5 . . .

Back to announcements