امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت د سمون په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دې.
د محتسبینو روزنیز سمینارونه:
د امربالمعروف وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو او آمرینو ته د یاد وزارت د قانون د ښه تطبیق، له خلکو سره د غوره چلند کولو، علمي پوهې، مسلکي وړتیا، په دعوتي برخه کې د ظرفیت لوړونې او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اولسمې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.
د کوډګرو نیول:
دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په بلخ، غزني، کندهار او بامیان ولایتونو کې اووه تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.
د قومي دښمنیو حل:
محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۲) لویې دښمنۍ او (۵۹) وړې شخړې حل کړې دي.
له سوداګرو سره ناستې:
محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۲۸) اصلاحي ناستې کړې دې.
د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:
محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۰۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۴۳) د کورني تاوتریخوالي، (۷) د میراث، (۱۴) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۳) د ولور، (۱۱) د نفقې ورکړې، (۵) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرولو او (۷) د طلاق قضیې حل شوې دي.
