خبرتیا

fazli_admin
khbrtya-_atlayh.jpg

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》

د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د ټولنې د معذورو ( لیونیان، نارینه وي که ښځینه) وګړو د ساتنې او د هغوی د درملنې له لارې د یوې سالمې او ارامې ټولنې رامنځته کولو په موخه د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت ته دنده سپارل شوې، تر څو په کابل ښار او د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې که هر ځای لیوني وګړي (نارینه او یا ښځینه) پیدا شي، هغوی ونیسي او د درملنې او پالنې په موخه یې سرې میاشتې ریاستونو ته وسپاري.

په همدې اساس له ټولو درنو هېوادوالو هیله کوو چې په خپلو سیمو، ښارونو او کلو کې کوم لیونی (نارینه یا ښځینه) وګوري، ژر تر ژره دې د ۱۹۱ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.
یا په مرکز پلازمینه کې د حوزو د امریتونو، ولایتونو کي د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو ریاستونو، او ولسوالیو کې د محتسبینو له امریتونو سره معلومات شریک کړي.

یاد وزارت ټولو محتسبینو ته لازمې لارښوونې کړي چې د دغو ناروغانو په ساتنه کې د شرافت، انسانیت او اسلامي اصولو پام وکړي او له هر ډول ناغیړي او غفلت څخه ډډه وکړي.

همداراز د سرې میاشتې اړوند ټول ریاستونه مکلف شوي چې د دغو ناروغانو په درملنه، بستر او پاملرنه کې جدي هڅې وکړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!
د عالیه جدول لینک:
https://shorturl.at/GJxyG
د عالمیه جدول لینک:
https://shorturl.at/VUOq5 . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۷
Background image

اعلامیه!

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپل شرعي مکلفیت له مخې د هېواد په کچه د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي، د میراث او نفقې د حقونو د تأمین . . .

Back to announcements