خوست کې محتسبینو شپږ مېرمنې له کورني ظلم او غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۹:۱۹
tamyn_hqwq_znan_

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مېرمنوحقونو ته په ژمنتیا په دې ولایت کې درې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې.

 محتسبین وایي: یادې مېرمنې، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښې پرته یې په جبري توګه په نکاح کړي، چې محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنو د شرعي حق د ورکړې په موخه یادې مېرمنې له اجباري نکاح ګانو څخه وژغورلې.

ورته مهال د دې ولایت محتسبینو په یو بل غور ه اقدام کې درې مېرمنې له بېلابېلو کورني ظلمونو څخه وژغورلې چې ځینې مېرمنې یې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د خپلو خاوندانو له لوري له فزیکي او رواني ځورونې سره مخ وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS