د احتکار، نرخونو لوړونې او غش په تړاو اعلامیه!

fazli_admin

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د خپل شرعي مسؤولیت له مخې او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د اتلسمې مادې پر بنسټ، وخت ناوخت بازارونه، هټۍ او سوداګریز مرکزونه څاري او د نرخونو کنټرول ترڅنګ د احتکار، قیمت لوړونې، د وخت تېرو توکو له پلورلو، غش او نورو ناوړه کړنو مخنیوی کوي، څو د ولس حقوق خوندي او بازارونه منظم وساتل شي.
له همدې امله، د هېواد په کچه ټولو درنو سوداګرو، هټۍوالو او د سوداګریزو مارکیټونو مسؤلینو ته خبر ورکول کېږي چې په خپلو چارو کې یاد اصول په جدي توګه مراعات کړي، خپل توکي د ټاکل شوې نرخ‌نامې سره سم وپلوري، له احتکار، قیمت لوړونې او هر ډول ظلم څخه ډډه وکړي او په تله او پیمانه کې بشپړ عدالت تأمین کړي.
یاده دې وي چې له یادو اصولو څخه سرغړونکي هټۍ او مارکیټونه به مهرولاک شي او مسؤولین به یې د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قانوني مراجعو ته وسپارل شي.
همداراز، له ټولو قدرمنو هېوادوالو څخه غوښتنه کېږي چې په یاده برخه کې له وزارت سره همکاري وکړي. که چېرې د قیمت لوړونې، احتکار، غش یا ورته نورو سرغړونو شاهدان وي او یا ورسره مخ شي، کولای شي د هېواد په کچه د اړوندو ولایتونو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاستونو له رسمي شمېرو سره اړیکه ونیسي، څو پر وخت او لازم قانوني اجراآت ترسره شي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو او مبلغینو په تېره اونۍ کې د منکراتو د مخنیوي، معروفاتو اقامې، ناوړه دودونو د له منځه وړلو او عامه پوهاوي په موخه له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!
د عالیه جدول لینک:
https://shorturl.at/GJxyG
د عالمیه جدول لینک:
https://shorturl.at/VUOq5 . . .

Back to announcements