د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محترم وزیر شمال ولایتونو ته سفر وکړ

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۴۳

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محترم وزیر، شیخ الحدیث الحاج محمد خالد الحنفي، شمال ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندوز ولایت په مرکز کې د بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو له مشایخو علماء کرامو، قومي مخورو، متنفذینو او مسؤلینو سره د امربالمعروف، نهی عن المنکر د شرعي قانون د تطبیق، د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

 محترم وزیرصاحب د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي نظام د بریا او پیاوړتیا راز په وحدت کې نغښتی دی، او حقیقي وحدت د الله تعالی د دین په نفاذ او اطاعت سره رامنځته کېږي. نوموړي زیاته کړه چې ټول مسلمانان مکلف دي د وحدت او اطاعت فضا وساتي، دامربالمعروف نهی عن المنکر شرعي قانون تطبیق لپاره خپل مسولیت اداکړی او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.

 شیخ صاحب همداراز وویل چې د الله تعالی د دین رسول د ټولو ګډ مسؤولیت دی، او که خدای مه کړه زمونږ یو وګړی هم په داسې حال کې له نړۍ ولاړ شي چې د دین له احکامو ناخبره وي، نو د الله تعالی پر وړاندې به موږ د خپل مسؤولیت په اړه ځواب ویونکي یو، ځکه چې ددین او شریعت د بشپړه تطبیق لپاره اللهﷻ اوس تاسو ته هره اسانتیا برابره کړي.

 د غونډي ګډونوالو علماء کرامو قومي مخورو او مسولینو د امربالمعروف، نهی عن المنکر د شرعي قانون د بشپړ تطبیق برخه کې د وزارت سره د هرقسم همکاری ډاډ څرګند کړ او د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه او یاد وزارت یې د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره تر ټولو مهم او ضرور وباله د یادونې وړ ده چې د محترم شیخ صاحب دغه سفر به، د تېر په څېر، د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

د زابل د امر بالمعروف رئیس د یاد ولایت د مرکزي پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او زده‌کړیالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي محمدابراهیم جاوید د یاد ولایت د مرکزي پوهنتون له استادانو مسؤلینو او د زده‌کړیالانو سره د ګډې همکارۍ، عامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۱۴
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د حجاب په تړاو ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په پروان، غزني، بامیان، هرات، ننګرهار، سرپل او پنجشیر ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام د امربالمعروف وزارت د قانون له مخې له ګذر وکیلانو او ځایي. . .

BACK TO NEWS