د امربالمعروف وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي: د اسلامي نظام دفاع او ساتنه د افغانانو مشروع حق دی

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۷:۳۴
img-20260323-wa0001.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي د اختر په لومړۍ ورځ د لغمان ولایت په مرکزي جامع جومات کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د هېواد او اسلامي نظام دفاع او ساتنه د افغانانو مشروع حق دی او د دین دښمنان به هېڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږي.
نوموړي په پیل کې وویل، د لغمان ولس په جهادي بهیرونو کې پراخه ونډه اخیستې او ارزښتمنې قربانۍ یې ورکړي دي.
ښاغلي شیخ صاحب همداراز د یووالي پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا لپاره باید ټول خلک یو موټی شي او د اسلامي امارت عالیقدر مشرتابه احکام په ښه ډول تطبیق، تنفیذ کړي.
ښاغلي شیخ صاحب په هېواد کې روانو حالاتو او وروستیو تېریو ته په اشارې وویل، ځینې کړۍ او ګاونډیان هڅه کوي چې د پردیو پروژې مخته یوسي او اسلامي نظام ته زیان ورسوي.
د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو قدرمن وزیر افغانستان د علم، جهاد او انقلابونو ټاټوبی وباله او ویې ویل چې کفارو تل هڅه کړې څو د اسلامي نظامونه د ړنګ کړي او د مسلمانانو ترمنځ نفاق او غداري رامنځته کړي، خو د نوموړي په خبره دا هڅې به ناکامې شي.
ښاغلي شیخ صاحب د خپلو خبرو په پای کې د حجاب او نورو اسلامي ارزښتونو پر رعایت ټینګار وکړ او د منکراتو مخنیوی یې د ټولو مسلمانانو ګډ مسئولیت وباله. 
دا په داسې حال کې ده، چې یاد وزارت په خپل اختریز پیغام کې هم د اسلامي ارزښتونو پر رعایت او یووالي ټینګار کړی وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS