د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د دعوت او ارشاد رئیسانو لپاره یو ورځنی سمینار جوړ شو

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۱
jwr_shwy_symynar

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د یاد وزارت د وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي، معین صاحبانو او د دعوت او ارشاد لوی رئیس شیخ محب الله مخلص په شتون کې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د دعوت او ارشاد رئیسانو، مدرسینو او امامانو لپاره په امارتي ادارو کې د معروفاتو لا ښې اقامې او ظرفيت لوړونې په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو.

سمینار ته د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې وویل: نن د اسلامي شريعت د تطبيق لپاره ښه زمینه برابره ده او الله تعالی د دې چارې ترسره کولو لپاره تاسو غوره کړي یاست.
ښاغلي شیخ صاحب ټینګار وکړ، چې په خپلو دعوتي چارو کې به د چا د موقف پروا نه کوئ؛ هر مسؤول او کارمند خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړئ او زیاته یې کړه، چې د دعوت په چارو کې د الله تعالی رضا په پام کې نیسئ؛ نور د هیچا پروا مه ساتئ؛ تاسې ته مسؤولیت در سپارل شوی، چې باید په بشپړ اخلاص یې اداء کړئ.

محترم شيخ صاحب وویل: جهاد او دعوت د اسلامي شريعت دوه اساسي رکنونه دي، ځکه د جهاد ثمره اسلامي نظام دی او د دعوت ثمره د ټولنې او فکرونو اصلاح ده.

شیخ صاحب همدا راز زیاته کړه: اسلام همېشه مسلمانان په خپل منځ کې نرمي، ښو اخلاقو او له یو بل سره غوره تعامل ته هڅولي.

په سمینار کې نورو ويناوالو هم د‌ دعوت په ارزښت او د داعي مسؤلیتونو په تړاو خبرې وکړې او د سیمینار له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلو چارو ته لا ډېر پام وکړي.

یاده دې وي، چې د یادې ناستې په اوږدو کې ګډونوالو د ناستې په جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې ورته ناستې د دعوتي چارو د لا ښه والي او ستونزو حل کې ګټورې دي.

په پای کې د غونډې ګډونوالو خپلې ستونزې او د دعوتي چارو د لا ښه والي په موخه وړانديزونه شریک کړل او د ورته لا ډېرو ناستو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

د امربالمعروف وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي؛ د نظام په چوکاټ کې باید له هر ډول قومي او ژبني تعصب څخه ډډه وشي

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د یاد وزارت له مسؤولینو او کارکوونکو سره اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې پخپلو ورځنیو چارو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي محتسبینو د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند نظامي محتسبینو د ملي دفاع وزارت اړوند د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په نظامي برخه کې د یاد وزارت له. . .

BACK TO NEWS