د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو د اورېدلو وزارت اطلاعیه!

org_admin
mopvpe

په افغانستان کې د اشغال پای او د اسلامي نظام راتګ د ا.ا اساسي هدف و، چې له دوو لسیزو سختې مبارزې وروسته له نیکمرغه دغه هدف تر لاسه شو، د اسلامي نظام له راتګ سره سم، ا.ا ، د اسلامي نظام په پلي کولو او الهي احکامو تطبیقولو باندې چې د ټولو ستر ارمان و او په دغه لار کې یې سترې قربانې ورکړې وې، تمرکز وکړ.
دې کې شک نشته چې د افغانستان په مختلفو برخو کې ،زموږ وطنوال د بېلابېلو ارګانونو او اشخاصو لخوا ورځورول شول. آن ځینې کسان یوازې د سپېڅلي اسلامي عقدې درلودو له امله هم د ځور سره مخ شول او له کوم دلیل څخه پرته په شهادت ورسول شول.
لکه څرنګه چې ټول ملت ته معلومه ده، د ا.ا مبارزه او مجاهدت تل د اسلامي نظام د حاکمولو او د اسلامي احکامو د تطبیق لپاره و، او په دغه لاره کې یې ډېر رنځونه ګاللي او قربانۍ یې ورکړي دي.
نو ا.ا د اسلامي نصوصو مطابق، د فتوحاتو او حاکمیت له پیل سره یې سم عمومي عفوه اعلان کړه، او په تاریخ کې یې یو نوی باب پرانست.
د امیر المؤمنین له فرمان سره سم، د ا.ا مجاهدین او تړلي کسان، د تېرې ادارې کسانو هغه که سیاسي یا هم نظامي کسان ول، د پلټنې اجازه نه لري او تېرې کړنې یې بښل شوې دي،
نو له همدې امله د ا.ا د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدو معنیت را منځ ته شو، تر څو که چېرته خدای نخواسته کوم شخص د مجاهدینو له لورې له ناسم چلند سره مخ کیږي، نو په اړه یې څېړنه او قانوني چلند وکړي.
نو د همدې په پار د شکایتونو اورېدو معنیت لاندې موبایل شمېرې خپلو وطنوالو ته اعلانوي، که چېرته د مجاهیدنو له لورې له ناسم چلند یا هم غیر قانوني ډول پلټنې سره مخ کیږي، د اعلان شوو شمېرو له لارې دې خپل شکایتونه د پلټنې او څارنې په موخه موږ ته را واستوي.
۰۷۹۹۷۴۳۰۰۸
۰۷۶۶۶۱۹۱۹۴
۰۷۰۰۷۷۰۶۳۰
۰۷۰۴۶۹۳۸۰۱

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو او مبلغینو په تېره اونۍ کې د منکراتو د مخنیوي، معروفاتو اقامې، ناوړه دودونو د له منځه وړلو او عامه پوهاوي په موخه له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!

د ۱۴۴۷ او ۱۴۴۶هــ.ق کلونو کلنۍ ازموینو کې د مشروط فضلاء کرامو ضمني ازموینې او بایمتریک خبرتیا!
د عالیه جدول لینک:
https://shorturl.at/GJxyG
د عالمیه جدول لینک:
https://shorturl.at/VUOq5 . . .

Back to announcements