د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۳۵
khbrhay_hfth_war_pshtw_az_tarykh_1_aly_8_hwt.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

دغه راز محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۹۶) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۴۵) د کورني تاوتریخوالي، (۱۴) د میراث، (۹) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۰) د ولور، (۷) د نفقې ورکړې، (۵) مېرمنو ته شرعي نکاح زمینه برابره شوه او د (۶) مېرمنو د طلاق  قضیې حل شوې دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۱) دښمنۍ او (۵۵) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د یاد وزارت مسؤلینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په پروان، بامیان، قندهار، بدخشان، جوزجان، غور او سرپل ولایتونو کې (۱۶) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

ورته مهال محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۱۲) اصلاحي ناستې کړې او په یو شمېر ولایتونو کې یې ۲۵ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته مواد هدر کړي دي.

اصلاحي ناستې:

او وروستی خبر دا چې محتسبینو په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي، معروقاتو د اقامې، عامه ذهنیت د سمون او له ولسونو سره د همغږۍ په موخه نیږدې (۵۰۰) اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۱۹
Background image

ارزګان ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارزګان ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه یوه  مېرمن، چې د کورنیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۵
Background image

محتسبینو د هېواد په (۷) ولایتونو کې (۲۶) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ننګرهار، غور، زابل، نیمروز، جوزجان، کاپیسا او ارزګان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۵۰
Background image

د زابل ولایت محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په شملزو ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

BACK TO NEWS