د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۴۳
awwny_khbrwnh-_15_tr_21_hml-_dyzayn.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز  او اخلاقي سمون لپاره کړنې تر سره کړې دي.

د وزارت د رهبري له لوري له جهادي مشرانو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته:

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي له جهادي مشرانو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ښوونکو سره په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې، منکراتو د مخنیوي او د اسلامي نظام د پایښت لپاره د ګډې همکارۍ اومرستې په موخه لیدنه وکړه.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د یاد وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱۲) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۶۶) د کورني تاوتریخوالي، (۱۲) د میراث، (۱۱) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۶) د ولور، (۵) د نفقې ورکړې، (۷) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او پاتې (۵) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۱)  لویې دښمنۍ او (۵۵) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۲۴) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

 او وروستی خبر دا چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۱۸) اصلاحي ناستې کړې او اته ټنه تاریخ تېر توکي یې له منځه وړي دې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ محتسبینو هغه کس نیولی چې ادعا یې کوله له پېريانو سره د ټلفن له لارې خبرې کوي

د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو اطرافي ریاست اړوند سروبي ولسوالۍ محتسبینو هغه کس نیولی، چې ادعا یې کوله له پیریانو سره د ګرځنده ټلفن له لارې اړیکه نیسي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۴۳
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۵
Background image

پکتیا کې محتسبینو (۱۸) تنه کوډګر نیولي دې

د پکتیا ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه په تېره یوه. . .

BACK TO NEWS