د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو معین زابل او روزګان ولایتونو ته سفر وکړ

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۹:۸
myn_amrbalmrwf_bh_arzgan_w_zabl_sfr_krd-15_jdy.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معین شیخ صدیق الله او ور سره مل پلاوي د وزارت مقام د رهبرۍ پر اساس له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د بېلا بېلو اتحادیو له غړو او ځایي خلکو سره د همغږۍ، د امر بالمعروف وزارت د نوي جوړ شوي قانون د اورولو او لا ښه تطبیق په موخه زابل او روزګان ولایتونو ته سفر وکړ.

د دې هیئت، چې مشري یې د وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال شیخ صاحب صدیق الله پر غاړه لري د خپل سفر پر مهال د یادو ولایتونو له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د بېلا بېلو اتحادیو له غړو او ځوانانو سره په بېلابېلو ناستو کې له هغوی وغوښتل، چې پخپلو اړوندو برخو کې د وزارت جوړ شوی قانون په پوره توګه پلی کړي او پر هغوی یې غږ وکړ، چې د یاد قانون په پلي کولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

د هیئت غړو د ملکي او نظامي ادارو له مسؤلینو وغوښتل چې له خلکو سره له نرم او غوره چلند څخه کار واخلي، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او ټینګار یې وکړ چې په امارتي ادارو کې د تخلفاتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته او همکاري وکړي، څو ټاکل شوي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز یې په ټولنه کې د دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو او ځوانانو کړنې حیاتي وبللې او له هغوی یې وغوښتل چې د عامه ذهنیت د سمون، د ناوړه دودونو د مخنیوي او د امر بالمعروف وزارت له لوري د جوړ شوي قانون په پلي کولو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري ټاکل شوی هیئت به ټولو ولایتونو ته له ځایي خلکو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د همغږۍ او ګډو کړنو په موخه سفرونه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیکا، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په سرپل، کاپیسا، زابل او نورستان ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو. . .

BACK TO NEWS