د امر بالمعروف وزارت د نظامي معینیت له لوري د ځینو نظامي ادارو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې تر سره شوې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۲۳
mynyt_-_nzamy_pshtw.jpg

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند د ازاله منکراتو ریاست او د علمي بورډ غړو په ګډه همکارۍ په پلازمېنه کابل کې د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو او منسوبینو سره د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د شویو سپارښتنو د پلي کولو په موخه بېلا بېلې اصلاحي ناستې تر سره کړې.

په دغو بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې د علمي بورډ غړو د دې ناستو موخه په نظامي ځایونو کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی، د همغږۍ را منځته کول او د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو پلي کول یاد کړل او له مسؤلینو یې وغوښتل، تر څو د شویو سپارښتنو پلي کولو ته ژمن پاتې شي.

دغه راز د علمي بورډ غړو له نظامي مسؤلینو وغوښتل چې له خلکو سره غوره چلند وکړي او شته ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلین د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د نظامي برخې له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې تر سره کوي، چې ورسره په یاده برخه کې د معروفاتو په اقامې او د شته ستونزو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

BACK TO NEWS