د امر بالمعروف وزارت رهبري د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال او یو شمېر سیاحتي شرکتونو مسؤولینو سره وکتل

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۸
dydar_wzyr_sahb_myn_grdshgry_wzart_atlaat_w_frhng_-24_hml.jpeg

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپل کاري دفتر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مالي، اداري او ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت الله جمال او د یو شمېر سیاحتي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل.

ناسته کې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپلو خبرو کې، سیاحت د هېواد یو مهم سکتور وباله او ویې ویل، چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د یاد سکتور ودې او پراختیا په برخه کې هر راز همکاري ته چمتو دی.

ښاغلي شیخ صاحب زیاته کړه، چی په سیاحتي سیمو کې د منکراتو مخنیوی، د ټولنیزو او اسلامي ارزښتونو ساتنه او د سالم چاپېریال رامنځته کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې باید ټول ادارات ګډه همغږي ولري.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت الله جمال په خپلو خبرو کې د هېواد په سیاحتي سیمو کې د اسلامي ارزښتونو د خوندي ساتنې، د منکراتو د مخنیوي او د سیاحت د معیاري کولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی، څو سیاحتي سیمې داسې تنظیم او مدیریت کړي، څو د هېواد کلتوري او دیني ارزښتونه پکې مراعات شي او سیلانیانو ته هم مناسب او خوندي چاپېریال برابر شي.

ښاغلي جمال په دې برخه کې د سیاحتي شرکتونو د همکاري په اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې سیاحتي شرکتونه هم باید خپل فعالیتونه د هېواد له قوانینو او اصولو سره سم تنظیم کړي.

په ناسته کې همداراز د سیاحتي شرکتونو مسؤولینو هم خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي اصولو او لارښوونو په رڼا کې به خپل خدمات لا معیاري کوي او سیلانیانو ته به اړينې اسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS