د امر بالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي هیئت د ولسونو د همغږي په موخه پنځو ولایتونو ته سفر وکړ

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۲۶
sfr_hyyt_wzart_amrbalmrwf_bh_wlayat.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معین شیخ صدیق الله او ور سره مل پلاوي د وزارت مقام د رهبرۍ پر اساس له امارتي مسؤلینو او ځایي خلکو سره د امر بالمعروف وزارت د نوي جوړ شوي قانون د اورولو او لا ښه تطبیق په موخه بدخشان، تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو ته سفر وکړ.

د وزارت له لوري استول شوي شپږ کسیز هیئت د خپل سفر پر مهال د یادو ولایتونو له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په بېلابېلو ناستو کې له هغوی وغوښتل چې پخپلو اړوندو برخو کې د وزارت جوړ شوی قانون په پوره توګه پلی کړي او پر هغوی یې غږ وکړ، چې د یاد قانون په پلي کولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

د هیئت غړو پر امارتي مسؤلینو ټینګار وکړ، چې له خلکو سر ه له نرم او غوره چلند څخه کار واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او زیاته یې کړه چې په امارتي اداراتو کې د تخلفاتو مخنیوي ته په پوره توګه ژمن و اوسي.

ورته مهال د هیئت غړو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په جلا ناستو کې په ټولنه کې د هغوی کړنې حیاتي وبللې او له هغوی یې وغوښتل چې د عامه ذهنیت د سمون او د ناوړه دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له ولري ټاکل شوی هیئت به ټولو ولایتونو ته له ځایي خلکو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د همغږۍ او ګډو کړنو په موخه سفرونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۵۳
Background image

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

BACK TO NEWS