د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په دایکندي ولایت کې  د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۳:۵۵
d_daykndy_hlwr_wrhny_smynar_payth_rsydy.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په دایکندي ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

دا څلور ورځنی روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخ کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولږ سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند  او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

دغه راز د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس چې په حج، عمرې، ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دی له محتسبینو وغوښتل چې په تړاو یې عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري په په بامیانو، میدان وردګ، زابل او غزني ولایتونو کې ورته سمینارونه پای ته ورسېدل، چې د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ به لا هم دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۵۰
Background image

د زابل ولایت محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په شملزو ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۴۰
Background image

ننګرهار ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا یوه  مېرمن، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دوونو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې دوه مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ننګرهار ولایت کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه دوه مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو اود کورنیو د غړو له. . .

BACK TO NEWS