د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۳۹) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۲۱
njat_39_zn_dr_6_wlayt.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په غزني، غور، بلخ، نیمروز،هلمند او پکتیکا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۳۹) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې کورني ظلم، نفقې نه ورکړې، روحي او فزیکي ځورونې  او ورته ناوړه پېښو سره مخ وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۴۸
Background image

محتسبینو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې اته مېرمنې د شرعي نکاح له حقوقو څخه برخمنې کړې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا او پکتیکا ولایتونو محتسبینو په مرکز او ولسوالیو کې اته مېرمنې، چې د کورنیو ستونزو او ناوړه دودونو  پر اساس د نکاح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۲۱
Background image

د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۳۹) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په غزني، غور، بلخ، نیمروز،هلمند او پکتیکا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱۴) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۹). . .

BACK TO NEWS