د هېواد په ټولو زندانونو کې د قرآنکریم د تفسیر او ترجمې لړۍ پیل شوه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱۶
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو د اورېدلو وزارت او د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست ترمنځ د ترسره شوې هوکړې سره سم، د پلازمېنې کابل او ولایتونو په زندانونو کې د قرآن عظیم‌الشأن د تفسیر او ترجمې لړۍ پیل شوه.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدلو وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وايي، د یادو درسونو پيل د زندانیانو د اصلاح او فکري روزنې په برخه کې یو مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه: د امر بالمعروف وزارت هڅه کوي د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ، د اسلامي ارزښتونو د ترویج له لارې زندانونه د اصلاح، پوهاوي او سمون په مرکزونو بدل کړي، ترڅو زندانیان له دیني پوهاوي سره سم ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه ور وګرځي.

بل‌خوا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس مولوي نظر محمد ناصري وايي، یاده درسي لړۍ د شعبان المعظم میاشتې په پنځمه نېټه د څرخي پله پر مرکزي زندان سربېره د کابل ولایت په توقیف خونو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په ځانګړي زندان او د هېواد په ټولو زندانونو کې پیل شوې ده.

د‌ هغه په وینا، یاد بهیر د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار پایله ده او د زندانیانو د عقیدوي او فکري اصلاح لپاره طرحه شوې، چې هره ورځ د رسمي کاري ورځو په ترڅ کې د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه د ماسپښین تر ۱:۰۰ بجې پورې دوام لري.

نوموړی همداراز زیاتوي، چې  ټاکل شوې دغه درسي لړۍ د رمضان المبارک میاشتې په ۲۷مه نېټه د قرآن عظیم‌الشأن په ختم سره پای ته ورسېږي.

دا په نه داسې حال کې ده چې یادو ادارو له دې وړاندې هم د زندانیانو د سمې روزنې او اصلاح په برخه ګډ هوکړه لیکونه او همکارۍ درلودلې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS