د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ محتسبینو هغه کس نیولی چې ادعا یې کوله له پېريانو سره د ټلفن له لارې خبرې کوي

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۵۰
img-20260409-wa0006.jpg

د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو اطرافي ریاست اړوند سروبي ولسوالۍ محتسبینو هغه کس نیولی، چې ادعا یې کوله له پیریانو سره د ګرځنده ټلفن له لارې اړیکه نیسي او د هغو کسانو درملنه کوي چې له پېريانو څخه اغیزمن وي.
د معلوماتو له مخې یاد کس خلکو ته ویل، چې پیریان د هغه خبرې درک کوي او ورسره مستقیمه اړیکه نیسي.
د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤولین وایي، چې دا ډول کړنې او ادعاوې خرافات بلل کېږي او له شرعي اصولو سره په ټکر کې دي.
یاد وزارت همداراز ټینګار کوي، چې د ټولنې د اصلاح او خرافاتو او ناسمو باورونو مخنیوي ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي څو د خلکو په باورونو لوبې وکړي او له هغوی څخه په ورته بهانو پیسې واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د ټولنې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۲۴ تنه کوډګر هم نیولي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیکا، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په سرپل، کاپیسا، زابل او نورستان ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو. . .

BACK TO NEWS