د کابل ښاري ریاست محتسبینو د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو او تفریحي پارکونو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۹
nshst_msywlyn_park_hay_kabl.jpeg

پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال د ښوونیزو مرکزونو، تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو له مسؤلینو سره د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو او په دې برخه کې د معروفاتو د اقامې، منکراتو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

د دې بېلابېلو اصلاحي لیدنو پر مهال محتسبینو د یادو ځایونو له مسؤلینو سره پر ګډې همکارۍ او په دې برخه کې د وزارت له لوري شویو سپارښتنو پر پلي کولو خبرې وکړې او په دې برخه کې د شته ستونزو په مخنیوي کې یې د هغوی مرسته اړینه وبلله.

ورته مهال د یاد ریاست محتسبینو  د ځینو روغتیایي مرکزونو له مسؤلینو سره د اختلاط  پر مخنیوي خبرې وکړې او هغوی ته یې وویل، چې باید د ښځینه کارمندانو کاري ساحه او د تګ او راتګ لارې ځانګړې شي.

د یادولو ده چې د دې ریاست محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له روغتیایي مرکزونو، نظامي او ملکي ادارو، ښوونیزو مرکزونو او تفریحي پارکونو څخه لیدنې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې اود منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS