روزګان کې محتسبینو دوولس کلنه نجلۍ (۵۰) کلن سپین ږیري کس ته له ور کولو وژغورله

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۵۲
az_dadn_dkhtr_12_salh_mrd_50_salh_chlwgyry_krdnd.jpg

  د روزګان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب دوولس کلنه نجلۍ، چې پلار یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه  (۵۰) کلن سپین ږیري ته په نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا غیر شرعي قضیه، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو غوښتل، د زیاتو په پيسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یوه پنځوس کلن کس ته په نکاح کړي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

محتسبین زیاتوي، هیڅوک نه شي کولای ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي، د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې لټه کې دي چې خلکو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره  کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۴
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلینو د هېواد مشرقي زون له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو ازالې ریاست مسؤلینو او نظامي محتسبینو د هېواد مشرقي زون څلورو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

BACK TO NEWS