سرپل کې محتسبینو یوه مېرمن له جبري نکاح څخه وژغورله

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۱۸
jbry_nkah

محتسبینو په سرپل کې د خپلو کړنو پر دوام یوه مېرمن، چې کورنۍ یې غوښتل د ناوړه دودونو او بې معنی غیرت له امله یې د هغې له خوښې پرته یوه سپین ږیري کس په نکاح ور کړي وژغورله او د دې غیر شرعي کړنې مخه یې ونیوله.

محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې د ناوړه دودونو له مخې او د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې  له خوښې پرته یوه سپین ږیري کس په جبري ډول په نکاح ورکړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

د امربالمعروف وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي؛ د نظام په چوکاټ کې باید له هر ډول قومي او ژبني تعصب څخه ډډه وشي

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د یاد وزارت له مسؤولینو او کارکوونکو سره اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې پخپلو ورځنیو چارو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي محتسبینو د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند نظامي محتسبینو د ملي دفاع وزارت اړوند د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په نظامي برخه کې د یاد وزارت له. . .

BACK TO NEWS