سمنګان کې محتسبینو دوه کوډګر نیولي دي

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۲۸
yk_jadwgr_khtrnak_dr_smngan_dstgyry_shd.jpg

په سمنګان کې محتسبینو د خرافاتو د مخنیوي په موخه په خلم ولسوالۍ کې  دوه کوډګر، چې د دم او تعویذ له نومونو په استفاده یې د کوډو په واسطه د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او خلکو ته یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې کولې؛ له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره نیولي دي.

د یاد ولایت مسؤولینو یې په تړاو وویل: دوه هغه خطر ناک کوډګر یې د کوډو له وسایلو سره نیولي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناوړه کړنې یې کولې، چې د نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا زار ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي، چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

  بل خوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو شتون د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره اساسي اړتیا بولي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو په مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له خرافاتو او شرکي عقایدو پاکه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

د امربالمعروف وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي؛ د نظام په چوکاټ کې باید له هر ډول قومي او ژبني تعصب څخه ډډه وشي

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د یاد وزارت له مسؤولینو او کارکوونکو سره اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې پخپلو ورځنیو چارو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي محتسبینو د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند نظامي محتسبینو د ملي دفاع وزارت اړوند د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په نظامي برخه کې د یاد وزارت له. . .

BACK TO NEWS