شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت د معین په توګه معرفي او په دنده پیل وکړ

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۷
shykh_mwlwy_khyrjan_khyrkhwah_d_amr_balmrwf_nhy_n_almnkr_aw_shkaytwnw_awrdlw_wzart_d_nzamy_mynyt_d_myn_ph_twkh_mrfy_aw_ph_dndh_pyl_wkr

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د عالي مقام حکم پر بنسټ، په یوې رسمي غونډه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د رهبرۍ غړو، مرکزي رئیسانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه، د یاد وزارت د نظامي معینیت د نوي معین په توګه معرفي شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.

په دې مراسمو کې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رهبرۍ د نوي نظامي معین د معرفي ترڅنګ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د الهي احکامو پر پلي کېدو، د اسلامي اصولو او ارزښتونو له مخې د دندو پر ترسره کولو او د یاد معینیت د مسؤلیتونو په چوکاټ کې د اغېزمنو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د وزارت رهبرۍ همدارنګه په اسلامي نظام کې بدلونونه او ګومارنې یو اساسي اصل وباله او ویې ویل چې د اسلامي نظام مسؤلیتونه او څوکۍ الهي امانت دی او هر هغه څوک چې په دې امانت کې خیانت وکړي، د الله تعالی په حضور او د آخرت په ورځ کې به ځواب ورکوونکی وي.

ورپسې نورو مسؤلینو هم ده خپلو خبرو کې نوي نظامي معین ته په چارو کې د لا توفیق غوښتنه وکړه او صداقت، اخلاص او امانتداري یې په اسلامي نظام کې د خدمت اساسي شرطونه وبلل. هغه د اسلامي نظام په جوړښت کې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت رامنځته کېدل یو ستر نعمت او د اسلامي امارت له ارزښتناکو لاسته راوړنو څخه یاد کړل.

هغوی همدارنګه د هغو کړیو او هېوادونو تبلیغاتو او پروپاګند ته په اشارې سره چې د اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف وزارت پر ضد فعالیت کوي، وویل چې دا ټولې دسیسې د الله تعالی په فضل او د الهي احکامو د پلي کېدو په برکت ناکامې شوې دي او اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.

له بلې خوا، شیخ مولوي خیرجان خیرخواه له معرفۍ وروسته د امیرالمؤمنین حفظه‌الله او د وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې سپارل شوی مسؤلیت به په اخلاص، امانتدارۍ او د دې معینیت له ټولو کارکوونکو سره په همغږۍ ترسره کړي او د سپارل شویو موخو، مأموریتونو او مسؤلیتونو د پوره کولو لپاره به له هېڅ راز هڅې څخه ډډه ونه کړي.

یاده غونډه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو معین، شیخ مولوي صدیق‌الله، د دعا په کولو او د افغانستان د اسلامي امارت د نظام د عزت، ټینګښت او بریا د دوام په هیله پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۷
Background image

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت د معین په توګه معرفي او په دنده پیل وکړ

شیخ مولوي خیرجان خیرخواه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د عالي مقام حکم پر بنسټ، په یوې رسمي غونډه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۴۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۲۷
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې د جنوبي ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو. . .

BACK TO NEWS