غزني کې محتسبینو یوه (۱۴) کلنه نجلۍ معتاد کس ته له ورکولو وژغورله

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۰:۳۷
njat_yk_zn_dr_ghzny.jpeg

د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب یوه(۱۴) کلنه نجلۍ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یې په نشه یي توکو روږدي کس ته په نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا غیر شرعي قضیه، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو غوښتل چې د زیاتو په پيسو په بدل کې یې د هغې له خوښې پرته یې یوه معتاد کس ته په نکاح کړي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

ورته مهال د دې ولایت محتسبینو په ورته اقدام کې یوه لس کلنه نجلۍ له غیر شرعي نکاح وژغورله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو په بدل کې یې د ناوړه دودونو په اساس په نکاح ورکړي چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او د کورنۍ له غړو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS