محتسبینو د ترافیکي پېښې له امله د راپورته شوي قتل موضوع د صلحې او تفاهم په فضا کې حل کړه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۲۸
mydan_wrdk-_hl_akhtlafat_sr_mwdw_trafyk.jpg

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د سیدآباد ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د شیخ ‌آباد حوزې په مربوطاتو کې د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي پېښې له امله د راپورته شوي قتل موضوع په ګډه ناسته کې د صلحې او تفاهم په فضا کې حل او فصل کړه.
یاده پېښه چې د ټکر له امله رامنځته شوې وه د دواړو کورنیو تر منځ د تاو تریخوالي لامل ګرځېدلې وه.
د دې پېښې د ختمولو او د ورورولۍ د ټینګښت لپاره د سیمې محتسبینو، قومي مخورو او علماؤو په ګډه هڅه وکړه چې د دواړو اړخونو تر منځ یو تفاهم رامنځته کړي.
د غونډې په ترڅ کې محتسبینو د یووالي او ورورولۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او دواړه لوري یې  دوامداره صلحې او ورورولۍ ته راوبلل. 
محتسبینو د شهید د ورثې لپاره د عفوې او احسان سپارښتنه وکړه تر څو په ټولنه کې د نفرت او کینې فضا کمه او د سولې لاره روښانه شي.
په پای کې دواړو کورنیو، د سیمې مشرانو او اوسېدونکو د محتسبینو کړنې وستایلې او د همکارۍ د دوام ژمنه یې وکړه، چې دا کار به د سیمې د ثبات او امنیت په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۹
Background image

زابل کې محتسبینو له سوداګرو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

 زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو د راټولولو او نرخونو کنټرول کمېټو له بازارونو څخه د څارنې پر مهال له سوداګرو او هتۍوالو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۵
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګراو خوست ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې له محتسبینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په بغلان ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

 د بغلان ولایت محتسبینو په فرنګ ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS