محتسبینو د زابل په مرکز قلات او څلورو ولسوالیو کې پنځه شخړې حل کړې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۳۸
whatsapp_image_2026-10-14_at_3.35.08_pm.jpeg

د زابل محتسبینو د مرکز قلات په ګډون په سیوري، اطغر، شینکۍ او شملزو ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه  د کورنیو تر منځ پنځه شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله شخړې، چې د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو له امله رامنځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه.

د یادولو وړ ده، چې محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې د سلګونو لویو دښمنیو او وړو شخړو مخه نیولې او په دې اړوند یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۳۸
Background image

محتسبینو د زابل په مرکز قلات او څلورو ولسوالیو کې پنځه شخړې حل کړې

د زابل محتسبینو د مرکز قلات په ګډون په سیوري، اطغر، شینکۍ او شملزو ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه  د کورنیو تر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۲۳ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

محتسبینو په غزني، فراه، ننګرهار، کنړ او میدان وردګ  ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۲۳ مېرمنې، چې د خاوندانو او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اوومې حوزې او شلمې ناحیې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اوومې حوزې او شلمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د. . .

BACK TO NEWS