محتسبینو په اوو ولایتونو کې در ویشت شخړې حل کړې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۹:۱۴
mhtsbyn_dr_7_wlayt_23_akhtlaf_ra_hl_krdnd.jpg

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په نورستان، بغلان، پروان، سمنګان، تخار ، زابل او کاپیسا ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د ګڼو ټولنیزو ستونزو سبب شوې وې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله شخړې، چې د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو له امله رامنځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه.

د یادولو وړ ده، چې محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې د سلګونو لویو دښمنیو او وړو شخړو مخه نیولې او په دې اړوند یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS