محتسبینو په بلخ، کابل، تخار او سرپل  ولایتونو کې ۱۶ دښمنۍ او شخړې حل کړې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۶
whatsapp_image_2026

محتسبینو په کابل، تخار، سرپل او بلخ  ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته شوې دښمنۍ او شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

مسؤلین وایي، دا شخړې او دښمنۍ چې د مېرمنو د حقونو، قتل، خپلمنځي شخړو او ورته نورور بدو پېښو له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو غوښتي، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه چې، د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېچاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمنۍ وپالي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۶
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل، تخار او سرپل  ولایتونو کې ۱۶ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په کابل، تخار، سرپل او بلخ  ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۲۰
Background image

محتسبینو په اوه ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په تخار، زابل پنجشیر، فاریاب، سمنګان، بلخ او بغلان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

د امربالمعروف وزارت له لوري کابل ولایت مقام کې د نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د قانون د پلي کولو او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وشوه

امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معینیت د کابل ولایت مقام د غونډو تالار کې د د فاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو لوی ریاست، زونونو او ولسوالیو نظامي. . .

BACK TO NEWS