محتسبینو په دریو ولایتونو کې پنځه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۵۶
whatsapp_image_2026-10-26_at_2.00.14_pm_1.jpeg

د خوست، هرات او زبل ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام پنځه ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

د یادو ولایتونو د امربالمعروف ریاست مسؤلین وایي: یادې ښځې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښې پرته یې د ناوړه دودونو له مخې په جبري ډول په نکاح ورکړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

 د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۵۶
Background image

محتسبینو په دریو ولایتونو کې پنځه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

د خوست، هرات او زبل ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام پنځه ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

د یادو ولایتونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۳۹
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې ۱۲ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په روزګان، پکتیا، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۱۲ مېرمنې، چې د خاوندانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۲۶
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیا، غزني، میدان وردګ، بلخ او نیمروز ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت. . .

BACK TO NEWS