محتسبینو په غزني، زابل او خوست ولایتونو کې (۴) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، زابل او خوست ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې (۴) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.
مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو (۲۰) راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.
بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی.
