محتسبینو په غزني، زابل او خوست ولایتونو کې (۴) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱۶
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، زابل او خوست ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې (۴) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو (۲۰) راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۷
Background image

به ۸ قضیه حقوقی زنان در زمینه میراث و مهریه در چهار ولایت رسیدگی شد

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به هشت قضیه حقوقی زنان در زمینه های میراث و مهریه در ولایات تخار، فاریاب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

نجات ۱۲ زن از خشونت ‌های خانوادگی در چهار ولایت کشور

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، فاریاب، ارزگان و میدان وردگ، به‌ منظور تأمین عدالت و حراست از حقوق شرعی زنان، ۱۲ تن از زنان که سالیان متمادی از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۳۳
Background image

حل و فصل ده منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها درچهار ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تحکیم اخوت اسلامی و تأمین صلح اجتماعی ده مورد منازعه و دشمنی را میان اقوام و خانواده ‌ها در ولایات تخار، سرپل، پروان و. . .

BACK TO NEWS