محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې 

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵۷
whatsapp_image_2026-10-12_at_2.26.54_pm.jpeg

محتسبینو په پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او میدان وردګ ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د ټولو ناوړه دودونو د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و له دیني عالمانو، قومي مخورو او  ځوانانو وغوښتل، څو د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي. 

دغه راز ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو، مېرمنو د حقونو پر تأمین، په کارونو کې د ګډې همکارۍ او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS