محتسبینو په پکتیکا ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۴۰
dstgyry_yk_jadwgr_pktya.jpeg

د پکتیکا ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه د دې ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې یو ماهر کوډګر، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې غیر شرعي دمونه کول او له خلکو څخه یې پیسې اخیستې نیولی دی.

 د امر بالمعروف مسؤلین وایي، یاد کوډګر چې غیر شرعي کړنې یې تر سره کولې د محتسبینو له لوري نیول شوی او پر خپلو ناوړه کړنو له اعتراف وروسته د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له شرکي عقایدو پاکه او د ټولنیز فساد مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS