میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له دوولس کلن کورني ظلم څخه وژغورله

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۳۷
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په جلګه ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې له تېرو دوولسو کلونو راهیسې د خپل خاوند له لوري له خپل کور څخه شړل شوې وه او د پلار په کور کې اوسېدله او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایی: یاده مېرمن چې له تېرو دوو لسو کلونو راهیسې یې خاوند له کور څخه شړلې وه او د خپل پلار په کور کې اوسېدله د محتسبینو په هڅو بېرته له خپل خاوند سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

دغه راز د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو حقوق د ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو پر اساس تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په ټول هېواد کې د مېرمنو  پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو مخه نیولې او پر مېرمنو د ناوړه دودیزو دودونو کچه یې د پخوا په پرتله را کمه کړې ده، چې پر اساس یې مېرمنې کولی شي په ازاد ډول د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

BACK TO NEWS