نورستان کې د محتسبینو په هڅو یوه نجلۍ له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه
د نورستان د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د یوې نجلۍ د جبري نکاح مخنیوی وکړ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د بې ځایه غیرت او ناوړه دودونو له مخې یې د هغې له خوښې پرته یوه کس ته په نکاح کړي.
محتسبینو په دې تړاو وویل، د دې غیر شرعي قضیې مخه یې هغه وخت ونیوله، چې د یادې نجلۍ د کورنۍ غړو د ناوړه دودونو له مخې د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکوله.
محتسبین زیاتوي، هیڅوک نه شي کولی ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي؛ د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې هڅه کې دي، چې خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابره کړي.
