ننګرهار کې محتسبینو په تېر یوه کال کې د مېرمنو اړوند ۴۰۹ قضیې حل کړې دې 

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۵
nngrhar_mhtsbyw_ph_tyr_kal_409_qdyy_hl_kry

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه په تېر یوه کال کې د مېرمنو حقونو اړوند (۴۰۹) بېلابېلې قضیې حل کړې دې.

د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي، چې په تېر یوه کال کې محتسبین توانیدلي چې د ننګرهار په ښار او ولسوالیو کې د ۴۰۹ ناخوښه ودونو، کورني ظلم، په بدو کې ورکړې، طلاق، میراث، ولور، کورني بند او ورته نورو اړوندو پېښو مخنیوی وکړي.

بلخوا د دې وزارت مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو، ناوړه دودونو او بې معنا غیرتونو مخه نیسي چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې شوي وي او زیاتوي چې تر اوسه یې زرګونه مېرمنې له کورني ظلم، ناخوښه ودونو او کورني بند څخه ژغورلې او زرګونو مېرمنو ته یې د میراث او ولور شرعي حق سپارلی، چې په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS